د غزې د جګړې دواړو لوریو اوربند اعلان کړ

په غزه کې د اسراییل له یوه برید وروسته خلک د ژغورنې هڅه کوي، ارشیف

د قطر په پلازمینه دوحه کې وروسته له څو اونیو خبرواترو موافقه وشوه چې د غزې جګړه به د اوس لپاره دریږي، حماس ډله چې واشنګتن او اروپایي ټولنه یې ترهګره بولي، برمته خوشي کوي او اسراییل به په سلګونو فلسطنیان له زندانونو ازادوي. اوربند به له راتلونکې یکشنبې پيلیږي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې حماس ډله به د اسراییل برمته کسان خوشي کوي.

جوبایډڼ زیاته کړه چې له دې سره به په غزه کې جګړه ختمه شي او له فلسطیني ملکیانو سره به بشري مرستې پيل شي.

ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې پرون د دې توافق اعلان وکړ.

داسې ښکارې چې له دې توافق سره به د غزې په تړانګه کې له پنځلسو میاشتو راهیسې روانه جګړه ودریږي.

د روغې جوړې د ډلې یوه تن چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم خپور شي، فرانس پریس اژانس ته وویل چې په غزه کې د اوربند موافقه او د برمته و د خوشي کیدو ژمنه د قطر د صدراعظم په دفتر کې وروسته تر دې وشوه چې صدراعظم د حماس او اسراییل له مذاکره کونکو سره وکتل.

د دې موافقې متن د امریکا د متحد ایالتونو، قطر او مصر په منځګړیتوب چمتو شوی و او د جوبایډن په مشرۍ د امریکا د متحد ایالتونو د دولت او د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازیو په دې خبرو کې برخه لرله.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ ویلي و چې ډیر فشار به راولي چې روغه جوړه وشي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې ولیکل چې توافق وشو او ټاکل شوې ده چې اسراییلي برمته ازاد شي.

دا توافق له څو اونیو مذاکراتو وروسته چې د قطر په پلازمینه دوحه کې روانې وې، ترلاسه شو. موافقه داسې شوې ده چې حماس ډله به برمته په څو مرحلو کې خوشي کوي او په سلګونو فلسطنیان به د اسراییل له زندانونو ازادیږي.

د اوربند مساله باید د اسراییل کابینه تایید کړي چې تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې دا کار وشي.

د توافق له مخې به جګړه د شپږو اونیو په مخه دریږي او په دې ورځو کې به د جګړې د یو مخ بندیدو لپاره خبرې پیلیږي. همداراز ټاکل شوې ده چې د شاوخوا سلو برمته و له ډلې چې له حماس سره دي، درې دیرش تنه خوشي کیږي، البته تر اوسه معلومه نه ده چې څو تنه برمته ژوندي پاتې دي.

د توافق له مخې یوشمیر فلسطنیان چې په غزه کې یې خپل کورونه یې پرې ایښې دي بیرته خپلو مېنو ته ستنیږي خو تر اوسه د دې مشخصه نیټه او د بې ځایه شویو کسانو شمیر نه دی په ډاګه شوی.

یوشمیر مهم سوالونه چې په راتلونکې کې به غزه څوک اداره کوي او غزه به څرنګه رغیږي، په خپل ځای پاته دي.