د امریکا دفاع وزارت ته نوماند: له افغانستان څخه وتل یو لویه ناکامي وه

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ادارې د دفاع وزیر لپاره نوماند پیټ هیګسټ وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د هغه د هېواد لپاره یوه مطلقه او شرمونکې ناکامي وه.

هغه د سې‌شنبې په ورځ، د مرغومې (۲۵) مه، د امریکا د کانګرس د یوې غونډې په ترڅ کې چې موخه یې د نوموړي د نومول کېدو تایید و، وویل، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا د پوځ اعتبار ته زیان رسولی او د امریکایي سرتېرو د وژلو او د هغو کسانو د پرېښودو لامل شول چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه.
خو د جنورۍ په ۲۴مه، د امریکا ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو په وزارت کې په خپله وینا کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو دفاع وکړه او ویې ویل چې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه اونۍ وروسته، د امریکایي سرتېرو وروستۍ ډله د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له هېواده ووتله.
له افغانستان څخه د دوی وتل د دوحې د تړون پر بنسټ بشپړ شول.
دا تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و.