ملګري ملتونه: واورې او سړې هوا تیرو دوو اونیو کې لس افغانان وژلي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې د هوا سختو شرایطو، په شمول د درنو واورو، بارانونو او طوفانونو، په تېرو پنځلسو ورځو کې د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.
اوچا نن چهارشنبه د مرغومې )۲۶( مه، په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې په دې لړ کې ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې له امله پنځه کسان وژل شوي، د استوګنې کورونه یې زیانمن کړي او همدارنګه د ترافیکي پېښو لامل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې سړې هوا دوه کسان وژلي، په داسې حال کې چې د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې هم د درنو واورو ورېدل او سړه هوا د دریو نورو د مړینې سبب شوې ده.
تر دې مخکې، د مرغومي په میاشت کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون یو راپور کې ویل شوي وو چې د افغانستان په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې له ۳۲۵۰۰۰ څخه ډېر خلک د وروستۍ سړې هوا له امله اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي چې دوی د نورو مرستندویه ادارو سره په ملګرتیا کار کوي څو اغېزمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې چمتو کړي.