طالبان وايي د اقلیمي بدلون د اغیزو مخنیوي کې دې ورسره نړیوال مرسته وکړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی په نړۍ غږ وکړ چې د چاپېریال او اقلیم د بدلون پورې اړوند مسالو ته سیاسي رنګ ورنه کړي او په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري او مرسته وکړي.
هغه دا خبره نن چهارشنبه د مرغومې )۲۶( مه، د اقلیمي بدلون په ملي کنفرانس کې وکړه.
ستانکزي زیاته کړه چې د پخواني شوروي اتحاد د جګړو پر مهال د افغانستان ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللي وو او په دې هېواد کې د جګړو پر مهال د وسلو او بمونو کارولو چاپېریال ته سخت زیان رسولی دی.
مخکې له دې، د طالبانو د حکومت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د اقلیم د بدلون له امله د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.
ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې افغانستان د هغو لسو هېوادونو څخه یو بللی چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیانمنونکي دي.