دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله دې روغتون ته مراجعه کوي، خو ډاکټران ورته سپارښتنه کوي چې نور درمل او طبي توکي له خصوصي درملتونونو راونیسي.
میرویس حوزوي روغتون د افغانستان په جنوب کې د عامو خلکو لپاره د درملنې تر ټولو لوی مرکز دی.
دغه روغتون هره ورځ د سلګونو ناروغانو درملنه کوي چې زیاتره یې د کندهار، زابل، اورزګان او هلمند تر څنګ د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي دي.
د دې سیمو خلک روغتیايي مراکز نه لري یا د اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي روغتونونو کې د درملنې توان نه لري.
د کندهار میرویس حوزي روغتون ته، هغه نړیوال بنسټونه چې پخوا یې ورسره مرستې کولې، روغتیايي امکانات او مرستې نه ورکوي.نړیوال بنسټونه
میرویس روغتون مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري مالي ملاتړ کېده، خو شاوخوا یو کال وړاندې دغه مرستې بندې شوې.
که څه هم د طالبانو حکومت د روغتون لپاره میاشتنی ۴۷ میلیونه افغانۍ بودیجه اعلان کړې، خو د روغتون سرچینې وايي چې دا بودیجه د پرسونل د معاشونو او نورو اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي.
د روغتون ډېری کارکوونکو ته معاشونه هم کم ورکړل کېږي.
د ناروغانو ستونزې
د روغتون په مختلفو برخو کې ناروغان د درملو او روغتیايي وسایلو کمښت سره مخ دي.
د روزګان اوسېدونکې شکریه، چې خپله لور یې د درملنې لپاره دې روغتون ته راوستې ازادي رادیو ته وویل،
"په اورزګان کې مو څلور شپې بې پایلې تېرې کړې، روغتیايي وسایل یې نشت وو، نو دلته راغلو، خو دلته هر څه په بیه دي. حتی یوه عادي کینوله هم له بازاره راوړو".
د روغتون یو له مهمو څانګو څخه د ماشومانو څانګه ده، خو دلته هم ناروغان او پایوازان د ستونزو سره مخ دي.
د کندهار میوند ولسوالۍ اوسېدونکې سکینه وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې پور کړی څو خپل ماشوم د وړیا درملنې لپاره دې روغتون ته راولي.
خو دلته هم درمل او نور توکي په بازار کې په بیه راونیسي.
پور مې واخیست، او دلته میرویس حوزوي روغتون ته راغلو، خو هر څه په پیسو دي او پیسې باید ورکړود کندهار د میوند ولسوالۍ اوسیدنکې
سکینه زیاتوي،" ۱۵۰۰ افغانۍ مې پور کړې، دلته یې راوستې یم، خو هر څه په پیسو دي، شربت، سیرم او هر څه باید واخلو".
د هلمند اوسېدونکی صاحب ګل وايي، په روغتون کې هېڅ ډول روغتیايي خدمات برابر نه دي.
ډاکټران ناروغان اړ باسي چې له بازار څخه درمل او نور طبي توکي راونیسي.
صاحب ګل زیاتوي، "زموږ د مریضانو د درملنې لپاره هېڅ شی نشته، هر څه په خپله پیسو راوړو".
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو د حکومت د کندهار عامې روغتیا ریاست او د میرویس حوزوي روغتون د مسولینو نظر واخلو ، خو هغوی ددې راپور تر خپریدو پوري خبرو کولو ته حاضر نه شول.
میرویس حوزوي روغتون په ۱۳۵۳ هجري لمریز کال د چین هېواد په مالي ملاتړ جوړ شوی. دغه روغتون د چینایي شفاخانې په نوم هم مشهور دی او له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې د سوېلي ولایتونو لپاره د عامې روغتیا خدمتونه وړاندې کوي.