فرانسوي ورځپانه: افغانستان د کریسټال په نوم د مخدره توکو د تولید او قاچاق په مرکز بدل شوی

کریسټال په نوم هغه ماده چې مخدره توکي دي

فرانسوي چارواکو په افغانستان او ترکیه کې د میټامفټامین د « کریستال» په نوم د تولیدېدونکو نشه یي توکو د قاچاق او تولید په اړه انديښنه ښودلې ده.

په افغانستان کې د ډول ډول نشه يي توکو د تولید په اړه د نړیوالو د اندیښنو په دوام تازه فرانسوي چارواکو ویلي، افغانستان د میټامفټامین « methamphetamine» « کریستال» په نوم د تولیدېدونکو نشه یي توکو د تولید په لوی مرکز بدل شوی دی.

د « Le Journal du Dimanche» په نوم یوې فرانسوۍ ورځپانې د فرانسې د نړیوالې امنیتي همکاریو د ادارې له قوله په افغانستان او ترکیه کې د میټامفټامین « کریستال» تولیدېدونکو نشه یي توکو د قاچاق د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښودلې ده.

ورځپاڼه ویلي،که څه هم په اروپا کې د یادو نشه يي توکو کارونه کمه ده خو خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان او ترکیه کې د میټامفټامین د تولید د زیاتوالي له کبله فرانسه او ټوله اروپا د دغه پدیدې له ګواښ سره مخامخ ده.

د ورځپاڼې په راپور کې همدا شان په ترکیه کې د یادو نشه يي توکو مخ پر زیاتېدونکې کارونې ته اشاره شوې او ویلي یې دي چې میټامفټامین په افغانستان کې د مخدره توکو د وېش او تولید په دودیزو بڼو کې یو نوی بدلون رامنځته کړی دی.

په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د میټامفټامین کارونه یوه جدي ستونزه ده
د روغتیايي چارو متخصص سیدا جان یوسفزی

میټامفټامین چې په عامه توګه د "کریستال" په نوم هم یادیږي یو قوي محرک درمل دی چې د مرکزي عصبي سیستم پر فعالیتونو اغېز کوي او انسان ته ډېرې انرژۍ، بیداري او غیرطبیعي لنډ مهالې خوشحالي ورکوي.

دغه توکي په سپینو یا شفافو کریسټلونو کې موجود وي، خو د پوډر یا ګولیو په بڼه هم کارول کیږي.

دغه نشه يي توکي معمولاً د خولې له لارې، د ستنې په واسطه، او یاهم د تنفس له لارې د کارونې وړ دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د طالبانو د حکومت د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشرعبدالحق همکار رسنیو ته ویلي و، د طالبانو له بندیز سره سره لاهم په افغانستان کې میټامفټامین تولیدیږي.

متخصص داکټران

د روغتیايي چارو متخصص سیدا جان یوسفزی د میټامفټامین ناوړه پایلو ته په اشارې سره وايي، د مخدره توکو کارونه او تولید د ټولنې سلامتیا ته جدي زیان پیښوي او باید په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته شي.

د هغه په خبره"په افغانستان کې د ځوانانو ترمنځ د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د میټامفټامین کارونه یوه جدي ستونزه ده، له بده مرغه د نشه يي توکو کارونه د فردي تاوان سربیره په ټولنه کې د نورو ګڼو ننګونو لامل ګرځي او په ټوله کې د ټولنې سلامت او نظم یې ګډوډی کړی دی".

سیاسي انديښنې

په افغانستان کې د ډېرو کلونو راهیسې د مخدره توکو قاچاق او کاروبار داسې یوه ستونزه ده، چې ګټه او تاوان یې د افغانستان خلکو او ګروندوګرو ته رسیږي
د سیاسي چاروشنونکی حکمت الله حکمت

د امنیتی چارو پوه حکمت الله حکمت وايي په افغانستان کې د نشه يي توکو په تړاو د افغانستان نوم یادیږي خو په داسې حال کې چې ډېره ګټه یې د افغانانو پرځای بهرنیانو ته رسیږي.

"په افغانستان کې د ډېرو کلونو راهیسې د مخدره توکو قاچاق او کاروبار داسې یوه ستونزه ده چې لږ خو مستقیمه ګټه او تاوان یې د افغانستان خلکو او ګروندوګرو ته رسیږي خو لویه ګټه یې د سیمې او نړۍ قاچاق وړونکو ته رسیږي".

د یادونې ده چې د ۱۴۰۳ کال په قوس میاشت کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې مشر اندرس مونتالوو سوسا د مخدره توکو د قاچاق له شبکو او بانډونو سره د طالب چارواکو د لاس لرلو خبر ورکړی وه.

نوموړي ویلي و په داسې حال کې چې طالب مشران عادي بزګران د کوکنارو بدیل کښتونو ته هڅوي خو ځیني مهم چارواکي یې د مخدره توکو له شبکو او بانډونو سره د توکو په تولید او قاچاق کې لاس لري.