روسیه: چمتو یو، د اوکرایین د جګړې د پای رسولو په اړه د امریکايي استازو نظر واورو

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر وايي مسکو چمتو دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو د طرحې په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د هغه د سلاکارانو نظر واوري.

سیرګي لاوروف نن (د جنوري ۱۴مه) په خپل کلني خبري کنفرانس کې وویل، د واشنګتن نوې ادارې د اوکراین د جګړې د حقایقو درک پیل کړی دی. له دې مخکې نورو روسي چارواکو هم د اوکراین په جګړه کې، چې په څو اونیو کې یې دریمه کلیزه پیلېږي، د احتمالي اوربند د طرحې په اړه ورته څرګندونې کړې دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې غواړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره مخامخ وګوري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین د قلمرو څه باندې شل سلنه سیمې اشغال کړي او په توجیه کې یې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د مخنیوي په ګډون یولړ دلایل وړاندې کړي دي.

په کییف کې هم چارواکو د ټرمپ د سولې د طرحې اورېدو ته چمتووالی ښودلی. ټرمپ د پرون په یوه مرکه کې وویل پوتین چمتو دی چې د ده د لوړې له مراسمو وروسته له ده سره وګوري.