که څه هم ویښته د ښځو لپاره د پام وړ اهمیت لري او د دوی په ښکلا کې ځانګړی ځای لري خو په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې بې وزلۍ له کبله دوی اړې شوې ان د دغې مهمې خداي ډالۍ پلورولو ته زړه ښه کړي.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، "د بې وزلۍ له کبله خپل ویښته پلوري او اوږده او هغه ویښتان چې رنګ شوي نه وي او ښه وي په ښه بیه پلورل کیږي".
د کابل ښار اوسېدونکې مهتاب ازادي راډیو ته وویل، یوازې خپل نه بلکې د فقر او بې وزلۍ له کبله یې ان د وړې لور ویښتان هم قیچي او پلورلي دي.
"ما د خپل او د لور د سر ویښتان وپلورل، زموږ ګاونډ کې هم یوه میرمنه د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د سر ویښتان پلوري".
یوازې خپل نه بلکې د فقر او بې وزلۍ له کبله یې ان د وړې لور ویښتان هم قیچي او پلورلي ديد کابل اوسیدنکې مهتاب
د مهتاب په خبره د وېښتو بیه د ویښتو اوږدوالي او کیفت پورې اړه لري او خپل ویښتان له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ افغانیو پلورلي دي.
د ځینو راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د ویښتو بیه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ډالره ده.
د ویښتونو پلورنکې ښځې
د تخار ولایت اوسېدونکې نفیسې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل،
"زموږ د ګاونډوي خاوند په تېر نظام کې پوځي دنده لرله د نظام له پرځېدو وروسته ایران ته لاړ، درې کاله کیږي چې له میرمنې سره اړیکه نه ده نیولې، میرمن یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده ځکه د خپل سر ویښتان پلوري چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي".
په دې اړه نور: وزګاره شوې افغان میرمنې، اوس د خپلو میلمنو د پاللو وس هم نه لرو
د سمنګان ولایت اوسېدونکې راضیه ادعا کوي چې د لیورونو میرمنو یې په کراتو د سر ویښته پلولرلي دي.
نوموړي وايي په دغه ولایت کې د ویښتو اخېستونکي په کورونو ګرځي او ویښته اخلي.
"ما خپله نه دي پلورلي، د لیورونو میرمنې مې چې میړونه یې بې کاره دي ویښته پلوري، څوک یې چې یې اخلي د دروازو په ټکولو سره یې د اخېستو غوښتنه کوي".
که څه هم دغه میرمنې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې د بې وزلۍ له کبله ویښته پلوري خو د طالبانو حکومت بیا پرې بندیز لګولی دی.
ولې طالبانو د ویښتونو پر پلورلو بندیز لګولی دی؟
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دوه ورځې وړاندې په خپلې اېکس پاڼه کې په فاریاب ولایت کې د هغو ۳ تنو د نیولو خبر ورکړی و چې د څه باندې ۱۰۰ کیلو ګرامه د سر د ویښتو په قاچاق کې ښکیل دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په ۱۸ ماده کې د انساني کرامت د خوندیتوب په هدف د انسان د بدن د غړو پېر او پلور منع دید طالبانو د امربالعمروف وزارت قانون
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د تیر کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مه نېټه ویلي و "د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په ۱۸ ماده کې د انساني کرامت د خوندیتوب په هدف د انسان د بدن د غړو پېر او پلور منع دی او د دغه وزارت کارکوونکي یې باید پلی کړي".
د ښځو د حقونو فعاله مونسه عمرزاده وايي د ښځو او میرمنو له لوري د ویښتو پلورل په افغانستان کې د اقتصادي کړکیچ د زیاتوالي ښکاره بیلګه ده.
"هغو میرمنو چې کارونه یې لرل او بوختې وې په کور کینول شوې چې د ټولو اقتصادي وضعیت یې ډېر خراب دی، د بې وزلۍ له کبله ښځې د سرونو ویښته پلوري چې دا کار د هغوی رواني او جسمي روغتیا ته ډېر زیان رسوي او د خجالتۍ او شرم او خفګان حس ورته پیدا کوي".
په افغانستان کې د میرمنو اوږده ویښته عام دود دی خو ځینې هغه یې په ښارونو کې ویښته کموي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میرمنې په ډیری دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې له کبله ځینو د بې وزلۍ له کبله د ویښتو پلورلو په څیر کارونو ته چې په افغانستان کې دود نه دی مخه کړې ده.
د یادونې ده چې له اخېستونکو ویښتو د ښکلا لپاره د توکو په جوړولو کې ګټه اخېستل کیږي او په ورته وخت نړیوالو بازارانو ته استول کیږي چې د مصنوعي ویښتو په جوړلو کې ترې هم استفاده وشي.