بایډن: دا ښه پریکړه وه چې له افغانستانه مو ځواکونه وویستل

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۱ مه د کابل له هوايي ډګره د امریکايي ځواکونه او افغان همکارانو وتل یې

د امریکا ولسمشر یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده. جوبایډن پرون (د مرغومي ۲۴مه) د بهرنیوچارو په وزارت کې د ډیپلوماتانو غونډې ته د وینا پرمهال په دې اړه څرګندونې وکړې.

د ولسمشر په توګه د ښاغلي بایډن دنده په یوه اونۍ کې پای ته رسېږي او ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د جنوري په شلمه لوړه وکړي. ښاغلي ټرمپ له افغانستان د وتلو پرېکړه شرموونکې بللې.

امریکايي پوځیان د دوحې د موافقې په اساس د طالبانو له واکمنېدو دوه اونۍ وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه ووتل. دا موافقه د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه، د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پرمهال لاسلیک شوه.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د امریکايي سرتېرو د وتلو په بهیر کې د کابل هوايي ډګر په ابي نومې دروازه کې په یوه انتحاري حمله کې چې پړه یې د داعش ډلې خراسان څانګې ومنله، ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر افغانان ووژل شول.