شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ ګڼ لنډ واټن ویشتونکي میزایل توغولي دي.
دا خبره د جنوبي کوریا پوځ په یوه بیان کې کړې ده.
د بیان په اساس شمالي کوریا د سه شنبې سهار نهه نیمي بجې د ګانګیي له سیمې دا میزایل توغولي چې تر ۲۵۰ کیلومتره یې مزل کړی او بیا سمندر کې لوېدلي.
شمالي کوریا داسې وخت دا توغندي ویشتلي چې د جاپان صدراعظم تاکیشي ایوایا جنوبي کوریا ته تللی دی.
ځینې کارپوهان بیا د شمالي کوریا له خوا د توغندیو دا ازموینه د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډ ټرمپ راتلونکې ادارې ته یو پیغام بللی دی.