د افغانستان د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د خپلواکو ژورنالیساتو ټولنې د طالبانو له بنده د افغان خبري اژانس د خبریال مهدي انصاري د ژرترژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبریالانو د ملاتړ دې دوو بنسټونو نن (د مرغومي ۲۵مه) په یوه ګډ بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې پر انصاري لګېدلي تورونه لغو کړي. په بیان کې راغلي چې انصاري د طالبانو له مخالفو رسنیو سره د همکارۍ او د طالبانو پرضد د تبلیغاتو په تور په حبس محکوم شوی دی. طالبانو تراوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.
مهدي انصاري نژدې یوه اونۍ مخکې په کابل کې د طالبانو د یوې محکمې له خوا په یونیم کال بند محکوم شو.
انصاري د روان کال په تلې میاشت کې هغه مهال لادرکه شو چې د کابل په پل سرخ سیمه کې له خپل دفتر څخه راووت. د رسنیو مدافع بنسټونه وايي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر خبریالان له فشارونو، د خپل ځان له سانسورولو، نیونو او شکنجې سره مخامخ شوي دي.