د افغانیو د ارزښت په کمېدو بیې لوړې شوي

د یوه افغان صراف عکس

د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت له راټیېدو وروسته ځیني خلک او هټیوال « دوکانداران» د خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت کوي. د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک د دوشنبې د معلوماتو پربنسټ د یوه ډالر د پیر او پلور بیه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ شاوخوا ۷۰ افغانۍ وه.

دغه بانک په بازارونو کې د بیو د کنټرول او د افغانیو د ارزښت د کمېدو د مخنیوي په هدف د یو لړ اقداماتو خبره کړې ده.

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي ښايي د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت راټیېدل له افغانستان سره د امریکا د نغدو پیسو د مرستې له احتمالي کموالی سره تړاو ولري او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو بیې به نورې هم لوړې او خلک به له ډول ډول ستونزو سره مخامخ شي.

د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت په چټک راټیېدو سره په افغانستان کې د خوراکي توکو د بیولو لوړوالي ډیری خلک او هټیوال« دوکاندان» اندیښمن کړي دي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانۍ په وړاندې د ډالرو بیې پورته کېدو نیغ په نیغه د خوراکي او اړینو توکو پر بیو اغیز کړی دی.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی حفیظ الله چې د خوراکي توکو دوکان لري په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

« دا چې په ورستیو کې د ډالرو بیې له ۶۵ تر ۶۸ او سږکال له ۶۸، ۷۵ ته پورته شوې د افغانستان په بېلابېلو مارکیټونو کې یې د وریجو، اوړو او غوړیو په بیو اغیز کړی او قیمتونه د پام وړ لوړ شوي دي په داسې حال کې چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک د دوشنبې ورځې د معلوماتو پربنسټ د یوه ډالر د پیر او پلور بیه ۷۴ افغانیو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ شاوخوا ۷۰ افغانۍ وه.

یو شمېر افغانانو وايي چې له دې امله د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او دوی نه شي کولای اړین توکي وپیري.

د کابل یو انځور

د کابل ښار اوسېدونکې انیسه چې د څلورو اولادنو مور ده او د خیاطۍ پرمټ خپلو بچیانو ته نفقه ګټي په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

« هوا سړه ده، ژمی، بې کاري او بې وزلي ده او خلک پیسې نه لري، ډالر پورته ځي، هټیوال هم بیې  لوړوي، د خوراکي توکو او د کالیو بیې د پام وړ لوړې شوي دي په داسې حال کې چې خلک په لاس کې هېڅ نه لري.»
د کابل یوه اوسیدونکې

دې اندیښنو ته پام د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک په بازارونو کې د بیو د کنټرول او د افغانیو د ارزښت د کمېدو د مخنیوي په اړه د یو لړ اقداماتو خبره کړې ده.

دغه بانک پرون یکشنبه په خپلې اېکس پاڼه د اعلامیې په خپرولو سره په بازارونو کې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره د کافي سرچینو د موجودیت ویلي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان له ډلې یې میر شاکر یعقوبي وايي چې ښايي، د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ارزښت راټیېدل له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو د نغدو پیسو د مرستې له احتمالي کمېدو سره تړاو ولري.

« پر افغانستان د امریکا د مرستو درېدل مهم او ناوړه پایلې لرلی شي چې یوه هغه یې د ارزي سرچینو د راکمېدو او د افغانیو په وړاندې کې د ډالرو د بیو زیاتوالی دی چې اوس همداسې شوي دي، دغه مسله افغانستان کې د وارداتي او د خوراکي توکو د بیو د زیاتېدو لامل کیږي، له دې سربیره به د پړسوب « تورم» کچه لوړه او د تقاضا هغه راکمه کړي.»

تیره اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې خبري ناسته کې د امریکا د اوسني ولسمشر بایډن دولت له لوري له طالبانو سره په مالي مرستو د نیوکو سربیره د دغه مرستو پر درېدو ټینګار کړی وو.

ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د غړي ټیم بورچټ له غوښتنې وروسته کړي چې نوموړي هم پر د مرستو د درېدو سپارښتنه کړې وه ادعا یې کړه وه چې دا مرستې د طالبانو له حکومت سره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت بیا له دوی سره د امریکا د مالي مرستو ادعاوې رد کړي دي.

د څه باندې دریو کلونو راهیسې امریکا په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو په چوکاټ کې هره اوونۍ د نغدو پیسو د ۴۰ میلونه ډالریزو کڅوړو مرستې کړي چې د نړیوال بانک د ارزونې له مخې دغه پیسې د افغانیو د ارزښت او د دغه هېواد د اقتصاد به باثباته ساتلو کې د پام وړ رول لرلی دی.