په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل د ملګرو ملتونو او پاکستاني چارواکو خبرې

د یوه بېوزله افغان انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دغه وزارت مرستیالې امنې بلوچ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا سره په اسلام اباد کې «په اسلامي ټولنو کې د نجونو د تعلیم په وړاندې د پرتو ستونزو» په نوم کنفرانس په څنډه کې کتلي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د دواړو لوریو په افغانستان کې د روانو تحولاتو په اړه هم نظرونه تبادله کړل. د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې دغه کنفرانس تېره شنبه او یکشنبه جوړ شوی و.

د پاکستان د پوهنې وزیر ویلي وو، چې طالبانو ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو طالبانو چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی، په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړ.

په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو تر ۱۵۰ زیاتو استازو ګډون کړی و، چې د نجونو پر تعلیم یې ټینګار وکړ. د کنفرانس په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د نجونو تعلیم نه یوازې یوه دیني وجیبه ده، بلکې د ټولنې یوه مهمه اړتیا هم ده.