بارسلونا پنځه د دوو په وړاندې په ۲۰۲۵م کال کې د لومړۍ الکلاسیکو ګټونکی شو او د هسپانیا په سوپرکپ کې یې خپله پنځلسمه بریا ولمانځله.
په سعودي عربستان کې تېره شپه د هسپانیا د سوپرکپ په پایلوبه کې بارسلونا او ریال ماډریډ له یو بل سره مخامخ شول.
کیلیان ایمباپې د ریال ماډریډ لپاره لومړی ګول په پنځمه دقیقه کې وواهه او د بارسلونا لومړی ګول د بارسلونا ځوان ستوري لامین یامال په ۲۲مه دقیقه کې وواهه.