دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي متقي پرون یکشنبه د غونډې په جریان کې د سعودي له حکومته وغوښتل چې په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د بیان په یوه برخه کې د سعودي د سفیر په وینا راغلي چې ویلي یې دي، هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره مرسته وکړي. په دې باب نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او د سعودي سفارت هم د دې غونډې په اړه تبصره نه ده کړې.
سعودي عربستان د مرغومي/ جدي پر دویمه نېټه په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانیست. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هېڅ هیواد د دې ډلې لنډمهاله حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
سعودي عربستان یو له هغو درېیو هېوادونو و چې په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې یې د طالبانو لومړی حاکمیت په رسمیت پېژندلی و. نور دوه هېوادونه متحده عرب امارات او پاکستان وو.