د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دغو هوایي بریدونو د اسراییل او د ایران ملاتړې حزب الله ډلې ترمنځ نازک اوربند چې د نومبرپه ۲۷ نافذشوی، نور هم ترفشار لاندې راوستی.
د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي چې اسراییلي الوتکو د بعلبک په ختیځ کې د جنتا څنډې او همدارنګه په جنوب کې د نبطیه سیمې په نښه کړي خو دایې ندي ویلي چې ایا دغو بمباریو تلفات هم پيښ کړي او کنه؟
د اسراییل پوځ ویلي چې یو شمیر هغه هدفونه یې په نښه کړي چې د اوربند څارونکو ته یې د ګواښ په توګه وړاندې کړي وو.
پوځ په یوه بیان کې وویل چې په نښه شویو هدفونو کې د راکټ لانچر یو ځای، یو پوځي ځای او د سوریې او لبنان د پولې په اوږدو کې هغه لارې شاملې دي چې حزب الله ته د وسلو د قاچاق لپاره ترې کاراخیستل کیږي.
دغه بریدونه داسې مهال شوي چې نژدې دوه اونۍ وروسته د جنوري ۲۶ د شوي لنډ مهاله اوربند د عملي کیدو وروستۍ نیټه ده.