افغانستان کې د بندي امریکايي راین کوربیت کورنۍ له ټرمپ مرسته غواړي

راین کوربیت

په افغانستان کې د بندي امریکایي راین کوربېټ کورنۍ وایي هڅه کوي له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري او د هغه د خلاصون په اړه مرسته ترې وغواړي.

د کوربېټ مېرمنې انا کوربېټ فلوریډا ته تللې او په دې هیله ده چې له ټرمپ سره وکتلی شي.

اناکوربېټ یکشنبه په ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له خپل خاوند سره یې سهار په ټيلفون خبرې کړي او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې د خلاصون لپاره یې پوره هڅې کوي.

د راپورونو له مخې راین کوربېټ له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو له خوا بندي دی او د خلاصون لپاره یې د امریکایي چارواکو کراتو هڅو لا نتیجه نه ده ورکړې.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ویلي چې له امریکا سره یې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړي که څه هم دا خبرې لا کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

والسټریټ ژورنال د امریکا د امنیت شورا له قوله راپور ورکړی وو چې د ګوانتنامو په زندان کې د یو افغان بندي محمد رحیم الافغاني د خوشې کیدو په بدل کې د دریو امریکايانو جورج ګلیمن، راین کوربټ او محمود شاه حبیبي د خوشې کولو په سر د امریکا او د طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي.