د بیلاروس د کورنیو چارو د وزارت مرستیال د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال سره د امنیتې مسایلو په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، د کېنادي کازاکیویچ او عبدالله مختار ترمنځ خبرې اترې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې، امنیتې مسایلو او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا وړټولې وې.
بل پلو، د طالبانو په واک د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور پر بنسټ، د بیلاروس د انرژۍ او برېښنا وزیر دینس موروز کابل ته په یو سفر کې د برېښنا له شرکته لیدنه کړې ده.
د طالبانو ملي تلویزیون لیکلي، موروز په افغانستان کې د انرژۍ د تولید او د برېښنا په برخه کې د بیلاروسي پانګوالو له پانګې اچوني طالبانو ته ډاډ ورکړی دی.
پر افغانستان د طالبانو په څه باندې درې کلنې واکمنۍ کې د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژندلی خو بیلاروس د هغوو محدود شمیر هېوادونو په ډله کې دی، چې له طالبانو سره اړیکې پالي.