د طالبانو په واک د ټولګټو چارو وزارت وايي، د هرات خواف ریل پټلۍ د څلورم فاز اتیا سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
ددې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د شنبې په ورځ د (جنوري ۱۱مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي، "د هرات خواف ریل پټلۍ څلورم فاز ۲۴ کیلومټره اږودوالی لري او د هرات له غوریانو او زنده جان ولسوالیو تیریږي ".
د هرات خواف د ریل پټلۍ چې د ایران خواف له هرات ولایت سره وصلوي، د رغونې چارې يې په تیر جمهوریت کې پیل شوې وې.
خو کلونه کیږي، د بیلابیلو دلایلو له مخې د دې ریل پټلۍ د رغونې چارې ځنډول شوي دي.
دا ریل پټلۍ د ایران له لارې د افغانستان سوداګریز مالونو د مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو بازارنونو ته رسولی شي.