په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا او قطر تازه هڅې

د بمبار شوې غزې یوه څنډه

د قطر منځګړی وايي د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا د متحده ایالتونو د منتخب ولسمشر ځانګړي استازي ته په غزه کې د اوربند پر مذاکرو معلومات ورکړي دي. د قطر تر څنګ مصر او د امریکا متحده ایالتونو هڅه کوي چې په غزه کې پر یوه اوربند موافقه وشي.

په غزه کې د اوربند د مذاکرو لپاره د قطر منځګړی وايي، د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا د متحدو ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف (Steve Witkoff) ته پرون د غزې د اوربند پر سر د روانو مذاکرو په اړه معلومات ورکړي دي.

دغه مذاکرې د قطر، مصر او د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب پیل شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دوحه کې د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني له ویټکاف سره په سیمه کې پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې په ځانګړي ډول په غزې تړانګه کې پر یوه اوربند د سلا کېدو پر هڅو.

د دې میلادي میاشتې په لومړیو کې منځګړو په غزه کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره تازه هڅې پیل کړې، څو دغه جګړه بنده او د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د پاتې یرغمل شویو کسانو خلاصون ته زمینه برابره شي.

حماس ډلې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په ناڅاپي حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یرغمل کړل.

د اوربند غوښتنه

ویل کېږي، له دې ډلې شا و خوا ۱۰۰ یې لا هم یرغمل دي او ځینې یې ښايي د یرغمل پر مهال مړه شوي هم وي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي، چې پر حماس او اسرائیل نړیوال فشارونه زیات شوي، څو په خپلو غیرمستقیمو مذاکرو کې پر یوه موافقه سلا وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو اوسنی ولسمشر جو بایډن چې کاري موده یې په څو ورځو کې ختمېږي د پنج شنبې ورځ ویلي چې په غزه کې د اوربند په مذاکرو کې واقعي پرمختګ شوی دی.

منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د جنورۍ پر شلمه د ده تر لوړې مخکې حماس ډله پاتې یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي، له جدي عواقبو سره به مخامخ شي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې ګڼ شنونکي په دې باور دي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو داسې یوه موافقه غوره ګڼي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې نهايي شي، نه دا چې د بایډن د ادارې په وروستیو ورځو کې ورباندې سلا وشي.