د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي د روان کال د ژمي له پیله په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴ کسان د ګازنیونې له کبله مړه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په هغه ویډیويي پیغام کې چې نن شنبه رسنیو خپور کړی، ویلي دا د تېر کال پر تله زیاتوالی ښيي:
«نسبت تېر کال ته، سږکال له موږ سره واقعات زیات دي. له بده مرغه زموږ ۲۴ تنه هېوادوال مړه شوي دي. له ټولو هېوادوالو مو غوښتنه ده چې د ګازي بخاریو د کارونې پر مهال احتیاطي تدابیر وکاروي.»
د شرافت زمان په وینا په مړو کې ۱۵ نارینه او ۹ ښځې شاملې دي.
تېره اوونۍ هم د خوست په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ګازنیونې له کبله مړه شوي وو. درې اوونۍ مخکې هم په خوست کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو، چې درې تنه یې ماشومان وو.