ایران کې د ځمکې لاندې د میزایلو لپاره پوځي اډه جوړه شوې

د ایران د میزایلو یو عکس

د ایران د سپاه پاسداران ځواک قوماندان حسین سلامي د میزاییلو هغه پوځي اډه وکتله چې تر ځمکې لاندې جوړه شوې ده.

د ایران دولتي ټلویزیون په دې اړه پرون راپور ورکړ او په تصاویرو کې یې ښکاري چې حسین سلامي په نامعلوم ځای کې دغه پوځي تاسیسات ګوري.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه پوځي اډه په یوه غرنۍ سیمه کې ده او ایران ورڅخه پر خپل سرسخت سیمه ییز رقیب اسرائیل د حملې لپاره کار اخیستی و.

ایران د اکتوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه پر اسرائیل د شا و خوا ۲۰۰ راکټونو حمله وکړه. ایران ویلي وو، هغه حمله یې د حماس او حزب اله ډلې د مشرانو د وژنې په عکس العمل کې وکړه.