خالد مقبول صدیقي د فرانسې خبري اژانس ته نن ویلي، دوی افغانستان ته هم بلنه ورلېږلې وه، خو د طالبانو د حکومت کوم غړی په دې غونډه کې برخه نه اخلي.
په اسلام اباد کې به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې نن پیلېږي او د مسلمانانو نړیوالې ټولنې "رابطة العالم الاسلامي" په نوښت رابلل شوې، د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو تر څنګ د بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو استازي برخه اخلي او دوی په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او تحصیل د محدودیتونو په باب خبرې کوي.
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د نجونو د زده کړې په اړه به په اسلام آباد کې د اسلامي نړۍ د استازیو په غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې په ملاتړ خپل اواز اوچت کړي.
افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه راګرځول شوې دي. طالبانو د نجونو او ښځو پر کار، ګرځېدو راګرځېدو او نورو فعالیتونو هم ډول- ډول محدودیتونه لګولي او په وروستي مورد کې یې په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو او ښځو زده کړې هم منع اعلان کړې.