د اسلام اباد په غونډه کې د نجونو پر تعلیم خبرې کېږي

ارشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو محدودیتونه دوام لري نن په پاکستان کې په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې پر دغه بندیز بحث کېږي.

ټاکل شوې د مسلمانانو نړیوالې ټولنې "رابطة العالم الاسلامي" په نوښت " دغه غونډه چې د ۴۷ هېوادونو ۱۵۰ استازي په کې برخه لري، نن شنبه په اسلام اباد کې پیل شي.

د پاکستان د پوهنې وزارت پرون جمعه ویلي، په دې غونډه کې د طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو معلومه نه ده چې طالبان په کې برخه اخلي که نه.

ویل شوي، د دې غونډې یو هدف، په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې پر پرتو ستونزو او محدودیتونو بحث دی.

د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، په دې غونډه کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم فعالې ملالې یوسفزۍ ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ملالې پرون پر هغې د برید دوولسو کلونو پوره کېدو په مناسبت ویلي، په افغانستان کې نجونې تر همدردۍ زیات څه ته اړتیا لري.