د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په بې اعتباره پاسپورټونو؛ افغانان یې ترلاسه کولو ته ان څو میاشتې انتظار باسي

یوه افغان مېرمنه له خپل پاسپورټ سره

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا په نړۍ کې د بې اعتباره پاسپورټونو په نوملړ کې راغلی دی. د هنلي موسسې د تازه راپور پر بنسټ د افغانستان پاسپورټ لرونکي کولای شي یوازې د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. یو شمېر افغانان بیا د پاسپورټونو د وېش په لړۍ کې د فساد د موجودیت په اړه ادعاوې کوي.

په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا په نړۍ کې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې یو له بې اعتباره پاسپورټونو څخه اعلان شو.

د هنلي موسسې له لوري پنجشنبه د پاسپورټونو د درجه بندۍ په نوملړ کې د افغانستان پاسپورټ د عراق او سوریې له پاسپورټو وروسته د لیست د پای ۱۰۶ ځای کې راغلی دی.

د بیلابیلو هېوادونو د پاسپورټونو انځور

د افغانستان پاسپورټ لرونکي کولای شي د کامبودیا، مالدیو او سریلانکا په ګډون ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هنلي موسسې په درجه بندۍ کې چې د لیږد رالیږد د نړیوال سازمان « آی.اې.ټي.اې» د معلوماتو پربنسټ کیږي د هغو هېوادونو پاسپورټونه چې له ویزې پرته نورو هېوادونو ته پرې سفر کېدای شي د لیست په سر کې راځي.

د یادې موسسې د ارزونې پربنسټ د سنګاپور پاسپورټ د درجه بندۍ د لیست په سر کې لومړی ځای لري چې د دغه پاسپورټ لرونکي کولای شي ۱۹۵ هېوادونو ته سفر وکړي او جاپان او فنلنډ په ترتیب دوهم او دریم کتار کې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان وايي چې د پاسپورټ اخېستلو لپاره له اوږد انتظار وروسته هم پاسپورټونه نه شي ترلاسه کولای.

د کابل ښار اوسېدونکي سید نبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې غواړم پاسپورټ واخلم خو نه یې شم اخېستلای، وايي پاسپورټ نشته کله وايي چې پروسه درېدلې ده، زه د کډوالۍ کېس لرم میرمن او بچیان مې پاسپورټونه نه لري، کمېشنکاران د یوه پاسپورټ د اخېستلو په بدل کې تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې غواړي که د یوه کس مسله وای نو پیسې به مو ورکړې وې خو د کورنۍ پنځه غړي مو پاسپورټونه نه لري

د کابل ښار اوسېدونکې مرسل د ورته ستونزې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

«که څه هم ما په ویلچیر کې ناروغ له ځان سره بیولی وو خو پرلپسې درې ورځې د پاسپورټ ریاست ته ورتلم چې موافقه یې وکړه، خلک ډېر سرګردانه وو، بې نظمي او رشوت د پاسپورټ په ریاست کې اوج ته رسیدلی ان دا چې که ناروغ ولرې او غواړې نوبت واخلي نو عادي کارکونکي هم د رشوت غوښتنه کوي

د طالبانو د حکومت د کابل د پاسپورټ ریاست ویاند قاري عمري په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو نوموړي تېره میاشت له ځینو کورنیو رسنیو په خبرو کې ادعا کړې وه چې د پاسپورټ په ریاست کې فساد د صفر کچې ته راټیټ شوی او د پاسپورټونو د وېش په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

د کابل پاسپورټ ریاست دننه ګڼه ګوڼه

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په دغه هېواد کې د پاسپورټونو د اخېستو لپاره د خلکو تقاضا تر بل هر وخت زیاته شوې چې له همدې کبله د پاسپورټونو د وېش لړۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ شوې ده.

د طالبان حکومت ادعا کوي چې هره ورځ په کابل کې شاوخوا اته زره کسانو پاسپورټونه وېشل کیږي.