د امریکا په لاس انجلس کې پراخ اور لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي

د کالیفورنیا اور

د امریکا په لاس انجلس کې د هستوګنې په څوسیمو کې د تیرو څو ورځو د لګیدلو اورونو په نتیجه کې لږترلږه لس کسان مړه شوي او څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ ویجاړې شوې دي. په ډیرو سیمو کې اورونه له کنټروله وتلي او اور وژونکي یې تراوسه د مړه کولو هڅې کوي.

د راپورونو له مخې په لاس انجلس کاونټي کې شاوخوا ۱۷۹ زره کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او شاوخوا دوه لکه نورو ته له خپلو کورونو د وتلو خبرداری ورکړل شوی او هرکله چې ورته امروشي باید خپل کورونه پریږدي.
یل کیږي چې دغو اورونو تراوسه د څه باندې اته ملیارډ ډالرو زیان رسولی دی.
د لاس انجلس ډیرو هغو سیمو کې چې اورونو په کنډوالو بدل کړي، د خلکو د شتمنیو د لوټ او تالان د مخنیوي لپاره د شپې له خوا ګرزبندیز لګول شوی او په سړکونو او لارو کې د ایالتي ملي ګارډ پرسونل ګزمې کوي.
د کلیفورنیا ایالت د اور وژنې ادارې په وینا دغو اورونو تر اوسه پورې په لاس انجلس کې څه باندې اویا زره جریبه ځمکه سوځولې ده.