د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي، ترکیه دا وړتیا او پیاوړتیا لري چې د هیواد امنیت ته هرګواښ له مینځه یوسي.
ښاغلي فیدان دغه څرګندونې نن جمعه په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې څو ورځې وروسته له هغې وکړې چې انقرې په سوریه کې د کرد ځواکونو په وړاندې د پوځي اقدام ګواښ وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، ترکیه پرځواک او وړتیا سربیره کلکه اراده لري چې د خپلې بقا لپاره ټول ګواښونه په نطفه کې شنډ کړي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د ښاغلي فیدان اشاره د سوریې په شمال کې هغو کرد وسله والو ته وه چې انقره یې د کردستان د کارګرانو له ګوند پي کې کې سره په تړاو تورنوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل چې ترکیه نیت نه لري چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم له ړنګیدو وروسته د دې هیواد د خاورې کومه برخه ونیسي.