د پاکستان امنیتي چارواکي وايي د یوه کان د هغو کارګرانو له ډلې چې افراطي وسلوالو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې تښتولي وو، ۸ تنه یې موندل شوي دي.
د پولیسو یوه افسر محمد اعجاز ویلي، چې د دغو کارګرانو د ژغورنې عملیات د هغوی له تښتونې وروسته پیل شول.
افراطي وسلوالو پرون سهار د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د کان د کارګرانو پر موتر په یوه کمین کې حمله وکړه او ۱۶ تنه یې له ځان سره بوتلل.
اعجاز ویلي، دا حمله هغه وخت وشوه، چې دغه کارګران لکي مروت سیمې ته نږدې د کانونو یوې پروژې ته پر لار وو. هغه نور جزئیات نه دي ورکړي.
اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امنیتي چارواکو په وینا راپور ورکړی، هغه کان چې دغو کارګرانو په کې کار کاوه، د پاکستان د اټومي انرژۍ د کمیسیون و.