د دفاعي لګښتونو په اړه د ټرمپ د وړاندیز په اړه د ناټو غبرګون

د ناټو د غړو هېوادونو د پوځیانویو انځور

د ناټو دفاع وزیرانو د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه وړاندیز په اړه شک څرګند کړ چې غواړي دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید پنځه سلنې ته لوړ کړي.

د ناټو دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۹مه) په جرمني کې د اوکراین د دفاعي اړیکو ډلې په غونډه کې وویل چې د ناټو غړیو د دفاعي دندو د ترسره کولو وړتیا د ناخالص کورني تولید په تناسب د لګښتونو په پرتله ډیره مهمه ده.

د جرمني دفاع وزیر بوریس پیستوریس وویل چې دا مهال ټولې شمیرې او سلنه په هیڅ ډول ګټورې نه دي، ځکه چې د یو پياوړي ناخالص کورني تولید دوه سلنه کیدای شي ډیره وي، او د یو کمزوري ناخالص کورني تولید درې نیم سلنه کیدای شي ډیره لږه وي.

په جرمني کې، چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصاد دی پنځه په سلو کې ناخالص کورنی تولید ښایي د دغه هیواد د بودیجې څلویښت سلنه جوړه کړي.

متحده ایالات اوس مهال د خپل ناخالص کورني تولید ۳.۳۸ سلنه په دفاع مصرفوي.

د استونیا دفاع وزیر هانو پوکور ازادي راډیو ته وویل چې متحده ایالات باید د خپلو دفاعي لګښتونو د زیاتوالي لپاره خپل چمتووالی وښيي؛ ځکه چې د هغه په وینا، دا شمېره به د امریکا دفاعي لګښت ۱.۵ ټریلیون ډالرو ته لوړ کړي.

د دفاعي لګښتونو د نوي هدف د تصویب لپاره د ناټو د ټولو ۳۲ غړیو هېوادونو موافقه اړینه ده.