د جنوبي افریقا کرکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د سیالیو د تحریم په اړه د نړیوالې شورا ګډه پرېکړه غوښتې

د افغانستان ملي لوبډله

د جنوبي افریقا کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په چمپینز ټرافي یا د کرکټ د اتلولۍ په  جام کې د لوبې د تحریم په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ګډې پریکړې غوښتنه وکړه.

د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ مشر ریحان ریچارډز پرون وویل، چې پر افغان لوبډلې د بندیز لګولو پریکړه به هغه وخت اغیزمنه وي چې د کرکټ د نړیوالې شورا ټول غړي یوه پریکړه وکړي.

ښاغلي ریچارډز دا نظر وروسته تر دې ورکړ چې د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګیتون مکنزي تر دې مخکې وویل، له افغان لوبډلې سره باید د دې لپاره مسابقه ونه شي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو لوبې منع کړې دي او د نجونو د کرکټ ملي لوبډله یې منحل کړې ده.

ټاکل شوې ده چې جنوبي افریقا د فبروري میاشتې په ۲۱مه په پاکستان کې له افغان لوبډلې سره لوبه وکړي.

تر دې مخکې د بریتانیا څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو د خپل هېواد له کرکټ بورډه غوښتي و چې بریتانیا دې د افغانستان په وړاندې د فبروري پر ۲۶مه پلان شوې سیالي لغوه کړي.

د کرک اینفو په نوم د سپورټ مشهورې ویبپاڼې د کرکټ د نړیوالې شورا ( ای سي سي) د یوه ویاند په وینا چې د هغه نوم یې نه دی اخیستي پرون خبر ورکړ چې د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو د حکومت د تګلارو مسوول نه دی.