د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د لاس انجلس په سیمه کې د ځنګلونو د اورلګیدنې له امله ایټالیا ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن جین پییر د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې بایډن لاس انجلس ته سفر وکړ ترڅو له پولیسو، اور وژونکو او بیړني پرسونل سره وګوري.
د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې تر اوسه پورې په دغې اورلګېدنه کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.
جین پییر زیاته کړه چې بایډن له لاس انجلس څخه واشنګټن ته د راستنیدو سره سم ایټالیا ته خپل سفر لغوه کړی.
ټاکل شوې وه چې بایډن راتلونکې جمعه په واتیکان کې د کاتولیکو عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس او د ایټالیا د حکومت له مشرتابه سره وګوري.