سپینه ماڼۍ: بشري مرستې مو طالبانو ته نه، بلکې عامو افغانانو ته استولې

سپينه ماڼۍ وایي، هغه بشري مرستې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته لېږل کیږي، عام خلک ترې ګټه اخلي، نه طالبان.

دغه خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وکړه.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فلوریدا کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالره لیږلي چې په خبره یې د نه منلو وړ کار دی.

جان کربي بیا امریکا غږ ته ویلي " افغانستان ته چې بشري مرستې رسیدلي، د افغانستان خلکو ته رسیږي، نه طالبانو ته. دا همداسې په میخانیکي ډول تنظیم شوې دي."

د طالبانو حکومت هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته لېږل شوې ټولې پیسې پر خپلو اهدافو لګولي او د دوی حکومت ته یې نه دي ورکړي.

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تراوسه څه باندې درې میلیارده ډالر افغانستان ته لیږلي دي.