ایټالیوۍ خبریاله د ایران له زندانه ازاده او روم ته روانه شوه

ایټالیوۍ خبریاله چچیلیا سالا

د ایټالیا چارواکي‌ وایي، د دوی د هېواد خبریاله چچیلیا سالا د ایران له زندانه خوشې او روم ته روانه شوې ده.

د ایټالیا د صدراعظمې جورجا ملوني دفتر نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې میرمن سالا د ډيپلوماتیکو او استخباراتي هڅو په پایله کې خوشې شوې.

د ایټالیا صدر اعظمې جورجا ملوني پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د دغې خبریالې په خوشې کېدو کې یې مرسته کړې.

ایټالیوۍ خبریاله چیچیلیا سالا چې نهه ویشت کاله عمر لري، د لیندۍ یا قوس میاشتې په ۱۹مه ایران کې ونیول شوه.

ایراني چارواکو د دغې خبریالې د نیولو لامل د خپل هېواد د قوانینو نقض بللی دی.

د دغې خبریالې نیولو د ایټالیا سخت غبرګون پارولی و او د دې لامل شو چې ایټالیا په روم کې د ایران سفیر احضار کړي.