ډونالډ ټرمپ پرون سې شنبه په فلوریدا کې په یو خبري ناسته کې ادعا وکړه چې "متحده ایالتونه طالبانو ته ملیاردونه ډالره استوي."
ډونالډ ټرمپ وویل چې دا ډول مرسته باید ونشي: "ان د باور وړ نه ده چې میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر، مونږ میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوو؟ او دا د بایډن له خوا ورکول شوي."
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر او د طالبانو حکومت په وار وار دا ادعاوې رد کړې چې ګوندي له افغانستان سره د امریکا بشري مرستې د طالبانو لاس ته لوېږي.
خو د امریکا د استازو په جرګه کې د بورچټ ټیم چې غړي یې جمهوري غوښتونکي دي، د دوشنبې په ورځ په یو لیک کې له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره د امریکا نقدي مرستې سملاسي بندې کړي.
دوی ټینګار کړی چې متحده ایالات باید په بهر کې د خپلو مخالفینو مالي ملاتړ ونه کړي.
"ان د باور وړ نه ده چې میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر، مونږ میلیاردونه ډالر طالبانو، افغانستان ته ورکوو؟ او دا د بایډن له خوا ورکول شوي."د امریکا منتخب ولسمشر ډنالډ ټرمپ
خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه په خپله اېکسپاڼه په یو بیان کې دا ادعا ناسمه بللې او رد کړې ده.
نوموړي ویلي چې امریکا په حقیقت کې نه یوازې د طالبانو له حکومت سره مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانانو ملیاردونه ډالره پانګه یې هم کنګل کړې ده.
په همدې حال د سیاسي چارو یو شمېر پوهان وايي که امریکا پر افغانستان خپلې مالي مرستې بندې کړي، د افغانستان اقتصادي وضعیت به لا بحراني شي.
له ډلې یې احمد سعیدي ازادي راډيو ته وویل: "زما په باور وروسته له هغې چې ټرمپ واک په لاس کې واخلي چې دوه اونۍ ورته پاتې دي په لومړۍ ګام کې به پر افغانستان مرستې کمې کړي، او وروسته به یې بندې کړي. کله چې امریکا خپلې مرستې بندي کړي، نو د ډالرو په وړاندې افغانۍ بانکنوټونه بې ارزښته کیږي او له دې سره د افغانستان اقتصادي وضعیت بحراني شي."
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ په تېرو دریو کلونو کې امریکا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره شاوخوا درې میلیارده ډالر، د ملګرو ملتونو د عوایدو په شمول، د نړیوالو مرستندویه ادرو د مالي ملاتړ په هدف لیږلي دي.
د راپورونو له مخې، له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړی، امریکا په افغانستان کې د افغانانو سره د بشري مرستو په نوم په اونۍ کې د ۴۰ میلیونو ډالرو نقدي کڅوړو په استولو سره له افغانستان سره د پام وړ مالي مرستې کړې دي.
له بله پلوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځینو راپورونو او د امریکا پر لګښتونو د څار د ادارې سیګار په راپورونو کې اندیښنه ښودل شوې ده چې افغانستان واکمن طالبان د بشري مرستو د ویش بهیر کې لاسوهنې کوي او په خپله ګټه یې څرخوي.