د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي، حکومت یې د افغانانو د تخلیې له ایتلاف (Afghanevac) سره هوکړه لیک تمدید کړ.
ښاغلي بلینکن پرون ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې دا اقدام امریکا ته هغو افغانو د لېږد په هدف شوی چې افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی دی.
دا کار داسې مهال کیږي چې افغانستان کې د امریکایانو پخواني یوشمېر کارکوونکي لا هم پاته دي او شکایت کوي چې امریکا ته د لېږد چارې يې ټکنۍ روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، دوی د دغو افغانانو لېږد ته ژمن دي او له هغو افغانانو سره دریږي چې د دوی له ځواکونو سره یې افغانستان کې کار کړی دی.
امریکا په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته ۱۲۴ زره افغانان څو اونیو کې تخلیه کړل او دغه لړۍ تراوسه هم روانه ده.