چینايي چارواکو ویلي، د همالیه غرونو په لمن کې د زلزلې له کبله د ودانیو تر لاندې د ورکو کسانو د پلټنې عملیات لا هم دوام لري.
د دغو چارواکو په خبره، تراوسه څه باندې څلورسوه کسان ژوغورل شوي دي.
د چین دولتي سي سي ټي وي تلویزیون د راپور له مخې، یوازې په تبت کې ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۱۸۸ نور ټپیان دی.
د چین په تبت کې پرون سه شنبې د ایورست غرونو په ۸۰ کیلومټرۍ کې د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزله وشوه، چې په وروستیو څو کلونو کې په سیمه کې تر ټولو قوي زلزله وه.
دغې زلزلې په ګاونډیو هیوادونو له هغې ډلې نیپال، هند او بوتان کې هم یو شمیر ودانۍ لړزولي دي.
د دې زلزلې له کبله څه باندې ۳۰ زره کسان د کورونو پریښودو ته اړ شوي.
د چین د زلزلو مرکز نن چهار شنبې اعلان کړی چې له زلزلې وروسته د څه باندې ۵۰۰ د ځمکې ټکانونه احساس شوي چې د ریښتر په کچه شدت يې ۴،۴ درجې و.