د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو ترکنټرول لاندې فعالیت کوي، په اسلام آباد کې د نیول شویو شاوخوا اته سوه افغان کډوالو په غبرګون کې ویلي چې دغه کډوال، معتبرې ویزې، د پي او آرکارټونه اود افغانستان د تابعت کارټونه، ACC لري.
دې سفارت پرون دوشنبې پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې په یوه بیان کې ویلي، د دې لپاره چې په پاکستان کې افغان کډوال ونه نیول شي، د (NOC) یا د اعتراض نه کولو په نوم سند ته اړتیا لري چې ترلاسه کول یې ډیرسخت دي.
دې سفارت همدارنګه ویلي چې د دغو نیونو په جریان کې اکثره ښځې او ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو حقونه او امنیت تامین کړي. سفارت همدارنګه له ملګروملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي دي چې د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د سیاستونو په وړاندې اقدام وکړي.
د راپورونو له مخې په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د کورونو تلاشي زیاته شوې ده.