روسیه وایي، د اوکراین لسګونه بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي

د روسیې او اوکراین جګړه، ارشیف

روسيې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵مه) وویل چې د شپې پر مهال یې د اوکراین ګڼ ډرون الوتکې ویشتلي دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ويډوګانې په روستوف سیمه کې له لرې واټنه چاودنې ښکاروي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، هوايي دفاعي سیستم یې د تېرې شپې په ترڅ کې ۶۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې وویشتې چې ډېری یې د اوکراین پولې ته په څېرمه سیمو کې ویشتل شوې دي.

د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې روزا ویاتسیا یوه ویاند ویلي، څلورو هوايي ډګرونو د یکشنبې په سهار د "امنیتي" دلایلو له امله د لنډې مودې لپاره ترافیک وځنډاوه او لږترلږه اته الوتکې لاره بدلولو ته اړې شوې.

د روستوف سیمې د سیمه ییز والي یوري سلیوسار په وینا، د تاګانروګ په بندري ښار او شاوخوا سیمو کې، د بې پیلوټه الوتکو د لوېدو له امله ملکي خلکو ته زیان اوښتی دی.

مسکو او کییف په نژدې درې کلنه جګړې کې نژدې هره ورځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تبادله کړي چې د جګړې له لومړۍ کرښې لیري ملکي سیمو ته یې زیان اړولی.