د حزب الله مشر وايي، له اوربند څخه د اسراییل سرغړونو ته شپېته ورځې انتظار نه شي کولای

د حزب الله نوی مشر نعیم قاسم

د حزب الله مشر نعیم قاسم وايي د ده ډله له لبنان څخه د اسراییلو د شاتګ د ۶۰ ورځني مهلت له پای ته رسېدو مخکې له اوربند څخه د اسراییل سرغړونو ته د ځواب ویلو لپاره چمتو ده.

د اسراییل او حزب الله ترمنځ کاواکه اوربند د دواړو لورو له جګړې وروسته د نوامبر په ۲۷مه نافذ شو، خو دواړه لوري یو- بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

ښاغلي قاسم پرون (د جنوري ۴مه) وویل موږ اوربند ته فرصت ورکوو چې عملي شي او زغم هم لرو، خو هغه ټینګار وکړ چې دا په دې معنا نه ده چې دوی به ۶۰ ورځې انتظار کوي.

متحدایالتونه حزب الله چې د سیاسي فعالیت ترڅنګ پوځي څانګه هم لري، د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په خپل تور لیست کې شامله کړې ده.

د اسراییل، لبنان، فرانسې، امریکا او د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو د استازو په ګډون یوې کمیټې ته د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند د څارنې دنده سپارل شوې ده.