د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د دوهمې ټسټ لوبې دوهمه ورځ پرون داسې مهال پای ته ورسېده چې افغانستان له سیال زیمبابوې څخه ۲۰۵ منډې مخکې دی.
افغانستان د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د رحمت شاه د ۱۳۹ او د عصمت علم د ۶۴ ناسوځېدلو منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان ۲۹۱ منډې وکړې او نن به د دوهمې پاڼۍ په بشپړولو سره د زیمبابوې سیالې لوبډلې ته د منډو هدف ټاکي.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۷ او زیمبابوې ۲۴۳ منډې کړې وې.
د افغانستان او زبمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه مساوي شوه.