د سوریې چای خونې یو ځل بیا د آزادو سیاسي بحثونو ځایونه شوي دي

Your browser doesn’t support HTML5

د سوریې اوسېدونکي وایي د بشرالاسد په مشرۍ رژیم له پرځېدو وروسته یې بیا چای خونو کې په ډاډه زړه د سیاسي بحثونو فرصت موندلی دی. دوی وایي پخواني رژيم په عامه ځایونو کې استخباراتي مامورین او جاسوسان لرل او د سیاسي بحثونو او څرګندونو له امله به یې خلک نیول.