د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د سرحدي سیندونو د اوبو د جریان په عادي دوام کې له ایران سره همکاري وکړي.
اسماعیل بقايي د جمعې په ورځ ویلي، د دواړو هېوادونو د روابطو ټینګښت او دوام د متقابلو ګټو پر احترام او له یواړخیزو اقداماتو پر ډډې کولو ولاړ دی.
بقايي ویلي، د افغانستان او ایران ګډ سیندونه چې له پېړیو راهیسې د دواړو هېوادونو د سمسورتیا سرچینې دي باید د حقوقي اصل او دوه اړخیزو معاهدو پر بنسټ مدیریت شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر طالبانو انتقاد وکړ، چې غواړي د دغو اوبو پر سر بندونه جوړ او اوبو عادي جریان مختل کړي.
د هغه په وینا ایران د طالبانو له چارواکو سره ایران ته د ور روانو اوبو د کمېدو او د سیندونو د طبیعي مسیر د بدلون په اړه خپل اعتراض او اندېښنه شریکه کړې ده.
طالبانو د ایران د دغه چارواکي پر تازه څرګندونو تبصره نه ده کړې مخکې یې ویلي وو، چې ایران ته د ورروانو سیندونو اوبه په عادي ډول روانې وي.