د امریکا او جاپان ترمنځ د توغندیو د پلور او پېر تړون

د امریکايي لرې واټن ویشتونکو توغندیو یو انځور

د امریکا متحدو ایالتونو پرون جمعه اعلان وکړ، چې پر جاپان یې د ۳ اعشاریه ۶ ملیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو د پلورلو موافقه تصویب کړه.

د دې موافقې له مخې به جاپان ته، چې په اسیا کې د واشنګټن له نږدې متحدانو ګڼل کېږي، له هوا څخه هوا ته ویشتل کېدونکي ۱۲زره پرمختللي میزاییل او د هغوی اړوند تجهیزات ورکړل شي.

په وروستیو کې د ارام سمندر د لانجمنو سیمو په شا و خوا کې د چین زیاتېدونکي حضور، د جاپان غوسه پارولې ده.

له دې سره توکیو اړ شوې، چې د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو سره خپلې امنیتي اړیکې پراخې کړي.

دغه موافقه باید د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس له خوا هم تصویب شي.