په غزه کې پنجشنبه او جمعه د اسراییلو په بمباریو کې د ۴۲ کسان مړینه

د غزې د خلکو یو انځور

په غزه کې د اسرائیل په بمباریو کې له پنجشنبې تر جمعې پورې د ماشومانو په ګډون ۴۲ کسان وژل شوي دي.

د یوه روغتون او اضطراري چارو کارکوونکو پرون اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته دا معلومات ورکړي دي.

په همدې حال کې پرون د غزې د نږدې ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو لپاره په قطر کې بیا مذاکرې پیل شوې.

حماس ډله، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي ویلي، چې دغه غیرمستقیمې خبرې په دوحه کې پیل شوي او پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره له حماس د جدیت غوښتنه شوې ده.

د حماس یوه چارواکي ویلي، دغه مذاکرې پر دایمي اوربند او له غزې د ټولو اسرائیلي ځواکونو د وتلو پر موضوع متمرکزې دي.