خوست کې د نشې په هدف د [پریګابالین/زیګپ] درمل کارول زیات شوي

پریګابالین ګولۍ

په خوست ولایت کې یو شمېر ټولنیز فعالان وايي چې په دغه ولایت کې د ځوانانو ترمنځ د نشې په هدف د «پرېګابالین یا زیګپ» په نوم د درملو کارول زیات شوي. د زیګپ ګولۍ د شدیدوعصبي ناروغیو د لنډه مهاله درمنلې او د دردونو د تسکین لپاره کارول کیږي.

ټولنیزفعال نقیب الله ځلاند ادعا کوي چې په دې ورستیو کې د بېلابېلو لاملونو له امله تنکیو ځوانانو په دغه ولایت کې د زیګپ ګولیو کارونې ته مخه کړې ده.

خوست

هغه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

« په دې ورستیو کې په خوست کې د ځوانانو ترمنځ زیګپ ګولیو کارونه زیاته شوې ده، یو لامل بې روزګاري او بې وزلي ده چې دا په ټول افغانستان کې زیاته شوې ده، دوی هڅه کوي چې د دغو درملو په کارونې ذهني ارامتیا ته ورسیږي خو زموږ پیغام ورته دا دی چې دغه درمل تاسو ته ذهني سکون نه بلکې هغه انرژي چې یو ځوان یې باید ولري لمنځه وړي.»

د خوست ولایت یو ټولنیز فعال چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې یاد شي د ورته اندیښنې په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

« په دې ورستیو کې زیګپ ګولۍ په خوست زیاتې عامې شوي او له بده مرغه زیات ځوانان پرې روږدي شوي دي او باید ووایم چې دغه ګولۍ په اسانۍ په درملتونو کې ترلاسه کیدای شي.»

د روغتیايي او رواني چارو د پوهانو د معلوماتو له مخې زیګپ د تسکین له هغو ډول درملو څخه دي چې د جدي اړتیا پرمهال ناروغاتو ته ورکول کیږي.

په خوست کې د یادو درملو یو کارونکی چې نه غواړي نوم او صلي غږ یې په راپور کې خپور شي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

« زه دغه کپسول د ذهني سکون لپاره کاروم، که څه هم په دې ښه پوهیږم چې تاوان یې زیات دی خو کله ناکله حالت دومره سخت شي چې سړی بیا مجبوره شي، زیګپ په ټولو دواخانو کې شته هر چاته ته یې نه ورکوي خو چې څوک وپیژنې او پیسې لږې زیاتې ورکړې بیا پیدا کیږي.»
په زیګپ ګولیو روږد ځوان

هڅه مو وکړه چې په خوست کې د ځوانانو د دغه اندیښنو په اړه د خوست لپاره د طالبانو د حکومت د سیمه ییزې ادارې نظر هم ولرو خو د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

شاوخوا یوه کال وړاندې هم په خوست کې پر نشه یي ګولیو د ځوانانو د روږدې کېدو د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره شوي وو خو هغه مهال د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو په دې اړه د هڅو او اقداماتو خبره کړې وه.

ډاکټران وايي، د زیګپ ګولیو خوړل انسان له عادي حالت باسي، خوب یې ډیروي، ګنګسیت پیدا کوي، دهني تمرکز یې کمېږي، ثابته اراده نه لري او ان د انسان د وژنې لامل هم کېږي.

د رواني چارو پوه ډاکټر شرف الدین عظیمي د نشه یي ګولیو په ځانګړي توګه د زیګپ کارونې ته د ځوانانو مخه د اندیښنې وړ بولي او د بدو پایلو په اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

« د پرېګابالین« زیګپ» د زیاتې کارونې لاملونه ډېر کیدای شي خو ترکومه ځایه چې موږ له دوی سره تجربه لرو، د اروايي ګډوډیو زیاتېدل، کورنیو او ټولنیزو فشارونو زیاتوالی او ګړندي ارامښت او درمان ته د خلکو علاقمندي او په ټوله کې د لنډې مودې لپاره د دغه درملو اغیزې چې ژر درد کموي او خوشحالي راوالي د خلکو علاقه ورسره زیات شوې ده، بدې پایلې دا دي چې سړي روږدي کوي، ذهني او جسمي کمزورتیا پیدا کوي، د ګڼو ټولنیزو ستونزو سربیره خلک ژورخفګان ته بیايي.»

د ښاغلي عظیمي په خبره که څه هم په افغانستان مخ پر زیاتېدونکي بې وزلي او ذهني خفګانونه د ډېرو اروايي ستونزو او په بېلابېلو نشه يي درملو د ځوانانو د روږدي کېدو لوی لامل کیدای شي خو سپارښتنه کوي چې د ټولنې ټول مسول وګړي باید د دغې ټولنیزې او جدي ستونزې د مخنیوي په برخه کې خپل مسولیتونه ترسره کړي.