د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په دویمې ورځ د زیمبابوې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او ټول لوبغاړي یې په ۲۴۳ منډو وسوځېدل.
یادې لوبډلې پخپلې لومړۍ پاڼۍ کې له افغانستان څخه د ۸۶ منډو لیډ واخیست.
زیمبابوې ته په توپوهنه کې سکندر رضا او لوبډلمشر ګریګ ایروین نیمې سلیزې ووهلې او په افغان توپ اچونکو کې راشدخان ۴، یمین احمدزي درې او فرید ملک دوه لوبغاړي سوځولي دي.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۷ منډې کړې وې.
افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړي او باید وویل شي چې د دې لوبې درې نورې ورځې هم پاتې دي.