د اوکراین ولسمشر وایي، په هیواد کې یې سږکال دا ممکنه ده چې د ولسمشرۍ او پارلمان انتخابات ترسره شي، خو شرط دا دی چې له روسیې سره د خبرو له لارې د جګړې هغه سخته مرحله تیره شي.
ولودمیر زیلینسکي د اوکراین له تلویزیون سره په مرکه چې تیره شپه خپره شوه، زیاته کړه چې کله موږ امنیتي تضمینونه ترلاسه کړل او په اوکراین کې مو د مارشلا د لرې کیدو فکر وکړ، بیا پارلمان د انتخاباتو نیټه ټاکلی شي.
د زیلینسکي د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره د دوه زره څلرویشتم کال د مې په میاشت کې پای ته رسیدلې، خو پر اوکراین د روسیې د غیر موجه برید له امله د دغه هیواد انتخابات ځنډیدلي دي.