د سالنګ لویه لار نن سهار د درنې واورې او توپان له امله د موټر په مخ بنده شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس وایي چې په شمالي سالنګ کې له پنځه څلویښتو تر اووه نوي سانتي مترو پورې واوره وریدلې او په جنوبي سالنګ کې له اته اویا تر یوسل او شپاړس سانتي مترو پورې واوره وریدلې ده.
د سالنګ لویه لار چې د افغانستان د شمال دیارلس ولایتونه له کابل سره نښلوي، د افغانستان له مزدحمو لویو لارو څخه ده.