د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې دېره افغان کډوال وايي چې پولیسو نن سهار یوځل بیا د دغه ښار په ځینو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور تلاشۍ پيل کړې دي. دا کډوال وايي چې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغانان نیولي دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر په وروستیو کې ویلي و، چې سر له نوي ۲۰۲۵ کال څخه به هیڅ افغان له اجازه لیک( این او سي) پرته په اسلام اباد کې پرې نه ږدي.
په اسلام اباد کې یوشمیر افغان کډوالو نن ادعا کړې ده چې پولیسو داسې کسان هم ورسره بیولي دي چې په پاکستان کې یې د اوسیدو قانوني اسناد لرل.