د امریکا د بهرنیوچارو وزیر راتلونکې اونۍ جنوبي کوریا ته سفر کوي

د متحدوایالتونو د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکین

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت نن خبر ورکړ چې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین راتلونکې اونۍ سیول ته سفر کوي.

جنوبي کوریا د واشنګتن یو مهم امنیتي متحد دی، خو دغه هیواد د ډسمبر له دریمې راپه دې خوا، چې ولسمشر یون سوک یول پوځي حکومت اعلان کړ، له کړکیچ سره مخامخ شوی دی.

واشنګتن تر دې اعلان وروسته ویلي و چې له جنوبي کوریا سره به د ډیموکراسۍ د حفاظت په تړاو خبرې وکړي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، ښاغلی بلینکین به د دوشنبې په ورځ له خپل کوریایي سیال چو تای یول سره وګوري.

په بیان کې وړاندې راغلې دي چې د دې لیدنې کتنې پرمهال به د جنوبي کوریا او متحد ایالتونو پر اړیکو، د جنوبي کوریا، متحد ایالتونو او جاپان پر همکاریو، د شمالي کوریا پر مسالې او پر یوشمیر نورو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشي.